دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 167622
ولسی جرګه: ننګرهار کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه ۸۰ سلنه ډیر شوي
د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسي جرګې له‎خوا د ګمارل شوي پلاوي ارزونې ښيي چې په‎دغه ولایت کې د اکثرو امنیتي ارګانونو د مسؤلینو له تبدیلېدو سره سره، امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی.

د ولسي جرګې د کورني امینت کمېسیون مرستیال او ننګرهار ولایت ته د لېږل شوي پلاوي یوه غړي عبدالحی اخندزاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۱» د جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور ولوست او ویې‌ویل، د ننګرهار ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې فعالیتونه د پخوا په پرتله ۸۰ فیصده ډېر شوي دي.
نوموړی وايي:
"په تېرو درېیو میاشتو کې د مخالفینو له لوري د دغه ولایت په ملکي خلکو او ملکي ادارو ۱۸ انتحاري حملې شوې دي. په‎دې حملو کې شااوخوا ۶۰۰ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲۸یې شهیدان شوي دي."

ښاغلي اخندزاده وویل، سره له‎دې چې په‎دې وروستیو کې د ننګرهار د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د امنیت امریت او د اکثرو ولسوالیو امنیتي امریتونو ته نوي مسؤلین ګمارل شوي، خو بیا هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت له یوې ورځې بلې ته خرابېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې سره له‎دې چې د دغه ولایت په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو خوځښتونه موجود وو، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د یاد ولایت د شینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې نښې نېښانې هم څرګندې شوې.
خو د یاد وزارت د مسؤلینو په وینا، یاده ډله د ننګرهار ولایت په اکثرو سرحدي ولسوالیو کې ځپل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcj8aev8uqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته