دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 167652
په کاپیسا کې طالبانو نومول شوی والی او یو جګپوړی مشر د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی
په کاپیسا کې د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کې د طالبانو نومول شوي والی او همدارنګه د هغه ډلې یو جګپوړي ډلمشر وژل شوی دی.

وسله وال طالبان تائید کړې چې د کاپیسا ولایت لپاره د یاد ډلې نومول شوی والي او یو بل جګپوړي ډلمشر د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا محمد نسیم مشفق، د تګب ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري احسان الله او دوه نور وسله وال د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.
د طالبانو ډله ادعا کوي، چې مشرانو وژنه د طالبانو پر هلو ځلو اغېزې ونه لري ”ملت ته اطمئنان ورکوو چې جهاد مو د بري پولو ته نیږدې شوی، زموږ تاسو قربانۍ به ثمره راوړي او د قربانیو په برکت به د الله تعالی د نصرت او وروستۍ فتحې شاهدان ګرځو. “
 دکاپیسا د امنیې قومانداني د امنیت امر محمد حکیم عظیمي پرون وویل چې د طالبانو نومل شوی والي نسیم مشفق او د تګاب ولسوالی لپاره د طالبانو نومل شوی ولسوال احسان الله د دوشنبې په سهار د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو نومول شوی والي او ولسوال په تګاب ولسوالی کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و چې د کشفي راپورونو په اساس د امنیتي ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغلل.
د ښاغلي عظیمي په وینا، په دغه عملیات کې بهرنیو ځواکونو هم برخه اخېستې وه او د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو نومول شوی والي او ولسوال په ګډون یو شمېر نور وسله وال هم وژل شوي.
 
https://avapress.com/vdccpmqsi2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته