دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 167653
کاپیسا کې د افغان پوځ تیرو ۴۸ ساعتونو عملیات کې ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي
په ختېځ کې د افغان پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د کاپیسا په تګاب ولسوالی کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي.

سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي اردو ، کمانډو ځواکونو، ملی پولیسو، محلی پولیسو، او د ملي امنیت کارمندانو دوه ورځې مخکې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالی د بدراب په سیمه کې د امنیت د لاپیاوړتیا، ښه حکومت والي او د ولسوالیو شوراګانو او ولسی جرګی انتخاباتو ته د زمینې برابرولو په موخه ګډ جګړه ییز او چاڼیزعملیات د هوایي او توپچي ځواکونو ملاتړ په درلودلو سره پیل کړي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د نوموړو عملیاتو د دوام په ترڅ کې ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ۴ تنه یې سخت ټپیان او ۲ تنه نور یې د کمانډو ځواکونو لخوا ژوندی نیول شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې مولوي نسیم مشهور په مشفق د وسلوالو طالبانو لخوا د کاپیسا ولایت نومول شوی والي، قاري احسان الله د وسلوالو طالبانو لخوا د تګاب ولسوالی نومول شوی ولسوال او مولوی دل آغا د وسلوالو طالبانو د کمېسیون غړی هم شامل دی .
د سیلاب قول اردو په وینا، د یادوعملیاتو د دوام په ترڅ کې د مرادی خیل، عیسی خیل ، ګبری ، د شاه زمان چنارونه ، بروتیان، لرعلی خیل او برعلی خیل کلي د وسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې چې د تصفیه او تلاشی پرمهال ۱ میل کلاشینکوف، ۲ پایی آیکم مخابرې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ۲ کړی ماینونه چې د وسلوالو طالبانو لخوا د ورانکارو او تخریبي کړنو په موخه ځای پرځای شوي ول له نیکه مرغه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې پلې لوا د ماین پاکۍ ټیم لخوا کشف او شنډ کړاي شول .
سیلاب قول اردو وایي نوموړی عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دی او د یادو عملیاتو د جریان پرمهال ملي د فاعي، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دې رسېدلی.
 
https://avapress.com/vdcdk50fsyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته