دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 167660
په فراه کې طالبانو ۱۴ غړۍ او یو قوماندان ووژل شو
په فراه کې امنیتی چارواکې وایی چی ملی ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې ملا انور؛ د طالبانو مشهور قوماندان د خپل ۱۴ تنو سره وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محب الله محب؛ د فراه پولیسو ویاند وویل چی دا عملیات تیره ورځ دوشنبه د (اور) او (انجیران) په کلیو پشت کوه ولسوالی کې ترسره شوی وو.
هغه زیاته کړه چی د طالبانو دوهم قرارګاوی په دی کلیو کې له منځه تللی دی.
د ښاغلی محب په وینا، په دی عملیات کې یو سراچه موټر او ځینی جنګی تجهیزات لکه راکت انداز، پیکا او طالبانو دوربینداره اسلحی له منځه تللی دی.
په همدی حال کې فرید بختور؛ د فراه ولایتی شورا مشر، د حکومت څخه وغوښت چی د ولسوالیو د امنیت تامین په برخه کې عملی ګامونه پورته کړی.
د هغه په وینا، د فراه په ډیرو برخو کې طالبان فعالیت لری.
 
 
 
 
https://avapress.com/vdcb0zb8grhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته