دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 167665
په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ۳ کاندیدان ووژل شول
په پاکستان کې د عمومي پارلماني ټولټاکنو لپاره کمپاین تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه دغه عمومي پارلماني ټولټاکنې ترسره شي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸مېلادي کال په ټولټاکنو کې لسګونه ګوندونه برخه اخلي، خو ویل کېږي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف، د پخواني صدراعظم نواز شریف د ورور شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز او د بېنظیر بوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ د پیپلز ګوند د کاندیدانو ترمنځ به په ډېرو انتخاباتي حلقو کې سختې سیالۍ وشي.
په پاکستان کې له قانون سره سم د دغو ټولټاکنو لپاره یوه میاشت کې ټاکنیز کمپاینونه پیل شول چې په نتیجه کې د ټولو ګوندونو مشرانو د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې غونډې او جلسې وکړې او خپلو پلویانو ته یې خپل ټاکنیز شعارونه ورسول.
که څه هم د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، په دې هېواد کې یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال امنیتي تدابیر کلک کړي و، خو سربېره پر دې د دغو ټاکنو پر ۳ کاندیدانو ځانمرګي بریدونه شول چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال لومړی ځانمرګی برید د روانې میاشتې پر ۱۰مه نېټه د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه مشر هارون بلور وشو چې د هغه په ګډون یې لږ تر له ۲۱ کسان ووژل او تر ۶۰ زیات یې ټپیان کړل.
هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو سکرټر او په پارلماني ټاکنو کې له «پي.کې ۷۸» څخه د صوبايي اسمبلۍ لپاره د دغه ګوند کاندید و.
د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و.
تر دغې پېښې درې ورځې وروسته د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د مشر پر ټاکنیزې غونډې سراج رېساني خونړی ځانمرګی برید وشو چې د هغه په ګډون یې۱۵۱ کسان ووژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.
سراج رېساني د خپل ګوند له خوا د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ته له «پي.بي ۳۵» انتخاباتي حوزې کاندید و.
د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پرغاړه اخیستی و.

پر دغو بریدونو سربېره، د روانې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر کاندید اکرام الله ګنډاپور هم ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې هغه له خپل یوه ساتونکي او ډرېور سره یوځای ووژل شو او ۶ نور کسان پکې ټپیان شول.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د کاندیدانو پر انتخاباتي غونډو پر ځانمرګو بریدونو سربېره، پر یو شمېر سیاستوالو بمي چاودنې او ډزې هم شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
https://avapress.com/vdcg3u9qnak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته