دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 167666
شمالی کوریا خپل کلیدی تاسیساتو ړنګول پیل کړي
د سټلايټ عکسونه ښيي چې شمالي کوريا په هغه ساحه کې د خپلو کليدي تأسيساتو ړنګول پيل کړي چې د بالیستيک ميزائيلو د انجنونو د جوړولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېدله.

په واشنګټن کې يوه څېړنيز بنسټ پرون ويلي، دا د هغې ژمنې د عملي کېدو پر لوري لومړى ګام ګڼل کېږي چې شمالي کوريا د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره کړې وه.
د ٣٨ نورت په نوم څېړنيز بنسټ ويلي، تازه عکسونه د هغې ودانۍ ړنګېدل ښيي چې فضا ته د توغول کېدونکو وسايلو د بسته‌کارۍ، د توغنديو د ماشينونو د ازموينې او د بالیستيک ميزائيلو د مايع تېلو د ماشينونو د جوړولو لپاره ورڅخه ګټه اخيستل کېده.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره د جون د ١٢مې تر سرمشرېزې وروسته ويلي و، د شمالي کوريا مشر ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ميزائيلو د ماشينونو د ازموينې يوه عمده ساحه ويجاړه کړي.
https://avapress.com/vdch-qnz-23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته