کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند کابل کې د شاتوت اوبو بند جوړولو کار پیلوی

2 اسد 1397 ساعت 21:57

د راپورونو له مخې، هند د نړیوال بانک په مرسته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د شاتوت د اوبو بند د جوړولو کار پیلوي.



ټاکل شوې چې د شاتوت د اوبو بند د جوړولو چارې د اګست میاشت په لومړیو کې پیل شي او د یاد بند پر جوړولو شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر ولګیږي.
په کابل کې د شاتوت د اوبو بند به په دریو کلونو کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د هندي رسنیو راپورونو له مخې، له موجودو ګواښونو سره سره هند به په کابل کې د شاتوت د اوبو بند د جوړولو چارې پیل کړي.
د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې د کابل د شاتوب د اوبو بند د جوړولو چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پیل شي.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
په همدې حال کې افغان چارواکي وایي د شاتوت د اوبو بند به په پلازمېنه کابل کې شاوخوا دوه میلیونه کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
 


د مطلب کود: 167681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167681/هند-کابل-کې-د-شاتوت-اوبو-بند-جوړولو-کار-پیلوی

آوا
  https://www.avapress.com