کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل په ولایت کې ۲۸ تنه طالبان وژل شوي

3 اسد 1397 ساعت 9:01

راپورونه وایی، د زابل ولایت، د اټغر ولسوالۍ جګره شوی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ورځ په دی اړه زیاته کړه، لسګونه وسله والو د پاکستان د پوځیانو او استخباراتي کسانو په مرسته غوښتل د اټغر ولسوالۍ سقوط کړي.
هغوی وایی، چې وسله والو پر ولسوالۍ سخت بریدونه پیل کړل، چې د افغان امنیتی ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.
دوی وایی، په جګړه کې ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، چې پاکستاني پوځیان هم په کې شامل دي او دغه راز ۲۳ نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینی څرګندوی، چې په یاد جګړه کې ۴ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 167694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167694/د-زابل-په-ولایت-کې-۲۸-تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com