دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 167705
د تکواندو افغان لوبغاړو د سرو زرو او برنزو څلور مډالونه ګټلي
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو په کوریا کې د (کوریا اوپن) د تکواندو په ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو او دوه د ژېړو (برنزو) مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو په کوریا کې د (کوریا اوپن) د تکواندو په ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو او دوه د ژېړو (برنزو) مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون چارواکي وایي، نثار احمد عبدالرحیم زي او فرزاد منصوري د کوریا اوپن تکواندو لوبو په فاینل کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې افغان تکواندو لوبغاړي نثار احمد عبدالرحیم زي خپل امریکایي حریف ته ماتې ورکړه او د سرو زرو یو مډال یې وګاټه.
د تکواندو فډراسیون چاراکو په وینا، فرزاد منصوري هم د خپلو قزاقستاني، اوکرایني، او ټایلنډي سیالانو په وړاندې ښه وځلېد او د سرو زرو یو مډال یې خپل کړ.
په دغو سیالیو کې محسن رضایي او رامش حسیني د ژېړو یا برنزو مډالونه ترلاسه کړل.
غه نړیوالې سیالۍ د جنوبي کوریا په کوربه توب په جیجو ټاپو کې جوړه شوې وه او په کې د شاوخوا شپېتو هېوادونو د ۲۶۰۰ لوبغاړو  برخه اخیستې وه.
د کوریا اوپن تکواندو درې ورځنۍ سیالي پرون ماښام پای ته ورسېدې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgzb8srhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته