دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 167706
پاکستان کې ځانمرګی برید شوي
پاکستاني چارواکي وایي، د پاکستان په کوټه ښار کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار د کوټې ښار په ختېځه برخه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې تر ۲۰ زیات کسان ټپیان هم شوي دي.
د کوټې ښار د پولیس مشر محسین بټ رسنیو ته ویلي، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کوټې ښار په ختېځه برخه کې د پولیسو یوه موټر په نښه کړی چې په ترڅ کې شاوخوا ۳۱ کسان وژل شوي.
د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د پولیسو افسران او ملکي وګړي شامل دي او د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا د ۲۷۲ څوکیو لپاره ټاکنې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې روانې دي.
په دې وروستیو کې انتخاباتي کمپاینونه له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي چې په ترڅ کې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې راپورونه ښیي چې پاکستاني چارواکو په پېښور کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ هم بندېزونه لګولي دي.
 
https://avapress.com/vdccxmqse2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته