دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 167707
هلمند کې طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
د هلمند ولایت په ګرشک او ناد علي ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ګرشک ولسوالۍ په ډاګیان او سیدان سيمه کې د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو په عمليات کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه يې ټپيان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تردې مهاله پینځه کیلومټره په عملياتو کې پرمختګ شوی.
د ولایت مقام په وینا، د نوموړو ګډو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو څخه ۱ قبضه راکټ، ۲ میله کلاشینکوف، ۲ پايې ایکم مخابرې، ۷ کيلو تریاک او یو شمير مرمۍ او شاژورونه د افغان ګډو ځواکونو لاسته ورغلي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نادعلي له نرۍ ماندې څخه تر لوی ماندې پورې ۷ کیلومټره سيمه کې افغان ګډو ځواکونو عمليات روان دي؛ چې په ترڅ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۱ عراده موټر سایکل او دوه شاژورونه د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي.
د هلمند ولایت مقام وایي افغان ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ۳۸ کړۍ ډول ډول ماینونه په سنګين، نادعلي او ګرشک ولسواليو په مربوطاتو کشف او چاودنې ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcdz50f5yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته