کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغان پوځ ته د بی پیلوټه الوتکو پېرلو په قرارداد کې تعدیل راولي

3 اسد 1397 ساعت 12:36

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وایي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د بې پیلوټه الوتکو د پېرلو په قرارداد کې تعدیل راولي.



د پنټګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان پوځ لپاره د ScanEagle ډوله بې پیلوټه کشفي الوتکو د پېرلو په قرارداد کې د ۱۰،۸ میلیون ډالرو تعدیل راولي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نوی قرارداد په اساس انسیټو شرکت به افغان پوځ ته ۲۷ بې پیلوته الوتکې، ۳۷ پرمختللي تجهیزات او پرزې ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د الوتکو د جوړولو او سپارلو چارې د ۲۰۱۹ میلادي کال تر ډسمبر میاشت پورې بشپړې شي.
د امریکا دفاع د روان کال په مارچ میاشت کې ویلي و چې د ۸ ScanEagle ډوله بې پیلوټه الوتکو د پیرلو په خاطر د ۴۷۰۳۷۰۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوی قرارداد انسیټو کمپني ته ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د قرارداد پر اساس به یاد شرکت د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۸ بې پیلوټه الوتکو ترڅنګ د دغو الوتکو پرزې او د تدارکاتي اسانتیاو ترڅنګ د اړتیاوړ نور تجهیزات برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحدینو خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
 


د مطلب کود: 167708

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167708/امریکا-افغان-پوځ-ته-د-بی-پیلوټه-الوتکو-پېرلو-په-قرارداد-کې-تعدیل-راولي

آوا
  https://www.avapress.com