دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 167711
په غزنی کې د یو دینی مدرسه څخه د ۳۶ تنو طالبانو نیول کیدنه
غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی په یو خاص عملیات کې د ندر په ولسوالی کې د یو دینی مدرسی څخه ۳۶ تنه طالبان نیولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند، نن سهار چهارشنبه(۳ اسد) د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کې وویل: ملی امنیت خاص قطعه ځواک تیره شپه د اندر په ولسوالی کې د نورالمدارس په نامه یو مدرسه کې عملیات ترسره کړي چی په ترڅ کې ۳۶ تنه طالبان نیولی دی.
نوری زیاته کړه چی په دی عملیات کې ۴ تنه طالبان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د غزین والی ویاند په وینا، ددی عملیات په ترڅ کې دری عرادی موټر او طالبانو مهماتو یو انبار له منځه وړل شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
د یادولو وړ دی چی په دی آخرو کې د طالبانو بریدونه او فعالیتونه د غزنی په ولسوالیو او مرکز کې ډیر شوي او ټوله شپی ولسوالی او امنیتی پوستی تر برید لاندی راوړی.
 
https://avapress.com/vdcizyazzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته