دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 167735
میدان وردګو کې د عملیاتو پر مهال ۳ پاکستاني ترهګر وژل شوي
د ترهګرو د له منځه وړلو او ځپلو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۱۱ هوایي بریدونه، ۱۲ چاڼیز او ۱۰۰ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " د میدان وردګو په چک او جلرېز ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳ پاکستاني ترهګر وژل شوي او دغه راز د دښمن یوه قرارګاه هم له منځه تللې ده.
رادمنش دغه راز وویل، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د دغه مرکز اړوند سرخم مانده، مالیزي او تور کارېز کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي. همدارنګه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د یادې ولسوالۍ اړوند مهاجر بازار، د حاجي قیوم او حاجي عزیز پمپ سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.  
نوموړي زیاته کړه، چې ۳ شکمن کسان د پغمان په مرغ ګیرانو او ۲ ترهګر د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۴۲ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
رادمنش، ننګرهار، کونړ، کاپیسا، غزني، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، فاریاب، بلخ، کندز او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexf8znjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته