کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان ولایت کي یوځانمرګي نیول شوی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1397 ساعت 18:17

ویلکږی، ‎ د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پروان کې یوځانمرګی بریدګر تر برید وړاندې نیولی دی.




د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت ریاست ورځ، نه خپره شوې په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ځانمرګی د ددغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو.
سرچینوزیاتیوی، نیول شوی کس د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ ته د ځانمرګي برید د وسایلو په موخه د طالبانو له خوا لېږل شوی و، چې هدف ته له رسېدو وړاندې د کشفي معلوماتو پر بنسټ په جبل السراج ولسوالۍ کې وپېژندل شو او ونیول شو.
په خبر پانه ویل شوی،  چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې یوه میاشت وړاندې د قندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په صوفي زمان کلي کې د مولوي احمد له لوري طالبانو ته جذب شوی او ځانمرګي برید ته چمتو شوی وو.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 167736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167736/پروان-ولایت-کي-یوځانمرګي-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com