کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې تړلي ښوونځي بیرته پرانیستل شو

3 اسد 1397 ساعت 18:41

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په لوګر ولایت کې څه باندې ۱۰۰ ښوونځي چې څه موده تړلي پاتې وو، بېرته پرانیستل شول.



د دغه وزارت څخه په یوې اعلامیه کې راغلي چې دا ښوونځي د سیمه‌ییزو چارواکو، دیني او قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته فعال شول.
په پرانیستل شویو ښوونځیو کې به سر له نن چهارشنبه څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په بیا پرانیستل شویو ښوونځیو کې ۶۳ د محمد اغې ولسوالۍ او پاتې نور د مرکز پل علم اړوند وو چې شااوخوا ۴۹ زره نجونې او هلکان په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو وړاندې ویلي وو چې د لوګر په مرکز او نورو ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې ښوونځي تړلي او ګواښ‌یې کړی وو چې که بېرته پرانیستل شي، نو وبه‌یې سوځوي.
د پوهني وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول افغانستان کې شااوخوا ۱۱۰۰ ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلې دي.


د مطلب کود: 167740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167740/لوګر-کې-تړلي-ښوونځي-بیرته-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com