دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 167741
په پنجشیر کې طالبانو نومول شوی والي نیول شوي
په پنجشیر ولایت کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د یاد ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.


د پنجشیر ولایت د امنیې قوماندانی د امنیت آمر نجم الله رضایي وایي د طالبانو نومول شوی والي آغامیر وړمه شپه په آبشار ولسوالی کې نیول شوی.
نوموړی زیاته کړه، چې یو شمېر وسله والو تېره شپه ناوخته پر آبشار ولسوالی برید کړی و چې ورپسې امنیتي ځواکونو په دغه سیمه کې عملیات وکړل او په ترڅ کې یې د طالبانو نومول شوی والي آغامیر ونیول شو.
د ښاغلي رضایي په وینا، د وسله والو طالبانو د برید په ترڅ کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې امنیتي چارواکي وایي آغامیر په پنجشیر ولایت کې په اکثرو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
پروان د افغانستان په شمال کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په دې ولایت کې د طالبانو د فعالیت په اړه راپور ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbazb88rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته