دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 167773
د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی بشرحقوق نقض سربیره، یو صحی مشکل هم دی
د افغانستان عامه روغتیا وزیر معین وویل: د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی نه یواځی بشری حقوق تخطی ده؛ بلکه یو صحی مشکل هم دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد جان نعیم د عامه روغتیا وزارت پلان او پالیسی معین د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی مسئله ته ځواب ورکولو او ښځو روان او صحت باندی اغیزو په اړه وویل: د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی نه یواځی داچی یو بشری حقوق تخطی ده؛ بلکه یو صحی مشکل دی.
 
هغه زیاته کړه: تاوتریخوالی خپله د ښځو فیزیکی، روانی، جنسی او باروری صحی مشکلاتو لامل کیږی.
دا معین وویل: دا وزارت جندر پور یاړوند تاوتریخوالی واقعیتونو ته رسیدګی لپاره تراوسه ۲۲۹۵۷ پیښی د ښځو روانی، فیزیکی، جنسی تیری، آزار او جنسی اذیت، اجباری ازدواج په برخه کې ثبت کړی دی.
په همدی برخه کې آغلی سپوژمی وردک؛ د ښځو وزارت پالیسی معینه، د عامه روغتیا وزارت ددی وزارت سره د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی مبارزی لپاره یو ښه همکار وبلله او وویله: د خلګو پوهی سطحه لوړول اسلامی قوانینو ته په کتو سره د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی کمولو په برخه کې مهم دی.
 
د یادولو وړ دی چی دا وزارت تراوسه ۲۴ کورنی حمایوی مرکزونه په ۲۲ ولایتونو کې د ښځو مشکلاتو ته رسیدګی لپاره رامنځته کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcguu9qwak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته