د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړو په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې یاد ائتلاف به د ښې حکومت داري، د کار برابرولو، امنیت ساتنې، سولې بهیر، رڼې ټاکنې، او د هېواد د امنیت په برخه کې جدي کارونه وکړي.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور وویل چې په هېواد کې جګړې، بې وزلي، قومي تفرقې، د قدرت انحصار، او د حکومت نېمګړتیاوو ته په کتو د افغانستان لوی ملي ائتلاف د موجودیت اعلان وکړ.
نوموړی د حکومت پر مشرتابه نیوکه وکړه او وې ویل چې حکومت د افغانانو په وړاندې خپل مسئولیت نه دی ادا کړی.
ښاغلي نور زیاته کړه، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف به په نږې راتلونکي کې به خپلې برنامې اعلان کړي.
هغه ادعا وکړه چې حکومت د نسکورېدو له خطر سره مخ دی او د ملي یووالي حکومت مشران دې د هېواد د ژغورنې لپاره له سیاسي ګوندونو سره کار وکړي او پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې خپله خپلواکي وساتي او د نړی او افغان ولس ترمنځ دې د ارتباطي پل په څېر کار وکړي.
د ائتلاف یوه بل غړي محمد محقق وویل چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د افغان حکومت په وړاندې منفي نظر نه لري او یوازې د موجودو خلاوو دډکولو په هدف جوړه شوې ده.