دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 167778
کابل کې برید ملی امنیت منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولي
امنیتي چارواکي وایي په پلازمېنه کابل ښار کې ځانمرګي برید د ملي امنیت ریاست منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل امنیه قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي پیښه نن سهار شاوخوا ۵ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند باغ داود سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د طالبانو ډله د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
یاد ډله د یو بیان په خپرلو سره ادعا کړی چې د کابل ښار په کمپني سیمه کې د صفر یو قطعې پر منسوبینو د برید په ترڅ کې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
https://avapress.com/vdcbzzb8wrhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته