دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 167780
مایک پامپیو: شمالی کوریا اټومی بمونو لپاره سونګ موادو تولید ته دوام ورکوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، شمالي کوریا له دې ژمنې سره سره چې د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره‌یې کړې، د اټمي بمونو لپاره د سونګ موادو تولید ته دوام ورکوي.

مایک پامپیو چې پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او ډموکرات سناتورانو له سختو پوښتنو سره مخامخ و، دا ومنله چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تر اوسه د خپلې هغې ژمنې په عملي کېدو کې پاتې راغلی چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره‌یې د جون د ۱۲مې نېټې په کتنه کې کړې وه.
خو پامپیو دا هم وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې د زغم ډیپلوماسي پرمختګ کوي، خو دوی به پرې نه‌ږدي چې هغه له نتیجې پرته پای ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdcevf8z7jh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته