دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 167805
د امریکا پوځ ۱۰۰ نښه ويشتونکي افغان سرتیري روزلي
افغان چارواکي وايي په لومړي ځل په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ۱۰۰ افغان نښه وېشتونکي (سنایپر) سرتېري روزل شوي.

دغه نښه وېشتونکي تر ډېره په هلمند کې مېشت دي چې له وسله والو طالبانو او نورو اورپکو سره په جنګ کې برخه واخلي.
په ۲۱۵ میوند قول اردو کې له پخوا هم بهرنیو ځواکونو افغان پوځیان او سرتېري روزل، تجهیزول او سلا مشورې یې ورکولې، خو د ۲۱۵ میوند قول اردو مسولین وايي چې د نښه ویشتلو(سنايپر) روزل نوې خبره ده.
د قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن عبدالقدير بهادرزي امريکا غږ ته وويل "سمندري ځواک د هلمند د ښورابک کمپ کې تر اوسه ۱۰۰ نښه ويشتونکي د دوو مياشتو په موده کې د افغان ملي پوځ په امکاناتو روزلي دي چې د همدې ولايت په بيلابيلو قطعاتو کې به وګمارل شي."
بهادرزي زياته کړه "ملي پوځ ته د آر پي جي (راکټ)، هاوان، ماين پاک او حفظ الصحه په برخه کې هم روزنه ورکول کېږي."
بهادرزي د دغو روزنو د ګټورتوب يو بېلګه په سيمه کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو وروستي پرمختګونه ښيي او وایي "ټول هغه ځواکونه چې روزل شوي دي د جګړې په ډګر کې ډېر بريالي دي."
د نښه ويشتونکو ناظر، شاډ روچ، د مرين کورپس ټايمز خبرپاڼې ته ويلې چې په دې روزنيز بهير کې د M24 وسلو پېژندنل د M24 نښه ويشتونکي سلاح سيسټم بنسټونه، د اندازې ټاکل او د نښه ويشتونکو په کار ګمارل شامل دي.
د سمندري ځواک ويانده کتلين کوچرت وايي" زموږ مشاورين په مستقيم ډول د افغان ځواکونو سره په ماموريت کې ندي، نو ستونزمنه به وي چې د جګړې ډګر کې د انفرادي پېښو په اړه معلومات ولرو، خو دومره پوهېږو چې کوم قطعات چې په دې سيمه ايیز نظامي روزنې مرکز کې روزل شوي د هغو په پرتله په جګړه کې بريالي شوي دي چې تر اوسه يې په دې روزنه کې برخه نده اخيستې."
چارواکي وایي د نښه وېشتونکو د روزلو لړۍ به روانه وي. د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه له ۲۰۰۱ لومړي کال را وروسته په افغانستان کې دخیل دي، خو اوس د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سمبالوي. دا مهال شاوخوا ۱۲ زره امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmqsp2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته