کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې داعش ډلې ۲۳ غړۍ ځانونه تسلیم کړي

4 اسد 1397 ساعت 18:05

په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش ۲۳ وسله والو ځانونه محلي پولیسو ته تسلیم کړي دي.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د داعشیانو ډلمشر محمد قاسم په مشری ۲۳ داعش وسله وال په درزاب ولسوالی کې محلي پولیسو ته تسلیم شول.
سرچینه زیاتوي، چې داعش وسله والو ۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۱۷ د کلاشنکوفونو شاژورونه، او یو شمېر نور تجهیزات امنیتي ځواکونو ته سپارلي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت په ځینو نا امنو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.
 


د مطلب کود: 167807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167807/په-جوزجان-کې-داعش-ډلې-۲۳-غړۍ-ځانونه-تسلیم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com