دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 167808
زابل ولایت کی ۴۸ تنه وسله وال وژل شوی
راپورونه وایی، په زابل کې د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو په بریدیونو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دی، چې افغان امنیتی ځواکونو یاد عملیات د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.
سرچینی زیاتوی، چې په یاد عملیاتو کې ۴۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
یاد خبر پانه راغلي،  چې په بریدیونو کې ۷۴ کړۍ ماینونه او ۱۰ زره ډزه بېلابېلې مرمۍ هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او تر لاسه شوي دي.
سرچینی زیاتوی،‎ په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسيدلی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcfxedycw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې