د جنوبي او مرکزي آسيا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړې استازې الېس وېلز د سولې د خبرو لپاره د زمینې په برابرولو له طالب استازو سره بحث کړی دی.
د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی چې لیدنه په قطر کې شوې ده او هدف یې دا و چې د سولې د ممکنه خبرو لپاره پر اساساتو خبرې وشي. ویل شوي چې په مذاکراتو کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړو برخه اخېستې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ له تبصرې ډډه کړې ده خو دا یې منلي چې میرمن الېس وېلز د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او نورو قطري چارواکو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو په باب ملاقاتونه کړي دي.
د رئپوټونو په اساس، د امریکا ولسمشر خپلو دېپلوماتانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړه. څو ورځې مخکې، په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکايانو او طالب استازو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو خبر خپور شو.
طالبانو ددغو لېدنو کتنو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې. د افغانستان د سولې په باب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې له ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه اخلي، خو د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشري وي.