کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عمران خان: افغانستان امن د پاکستان په ګټه دی

5 اسد 1397 ساعت 11:10

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د دې هېواد په اوسنیو ټولټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ګټلي وايي، له افغانستان سره ښې اړیکي غواړي او هیله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر ورسره پرانیستې پوله ولري.



عمران خان د پاکستان تر عمومي ټولټاکنو وروسته یې د پنجشنبې په ورځ مازیګر په اسلام اباد کې له خپل استوګنځي بني ګاله څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې په اوسنیو ټاکنو کې د خپل ګوند بری اعلان کړ.
په پاکستان کې د چهارشنبې په ورځ عمومي ټولټاکنې وشوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د عمران خان ګوند تحریک انصاف پکې په ملي پارلمان او د پنجاب و خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلیو ډېرې څوکۍ ګټلي دي او ښايي په درېواړو ځایونو کې حکومتونه جوړ کړي.
تر ټولټاکنو وروسته مسلم لیګ «ن» عوامي نېشنل، جمعیت العلماء اسلام او یو شمېر نورو ګوندونو په ټولټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړل او د پایلو د نه منلو اعلان یې وکړ.
عمران خان پخپلې وینا کې په ټولټاکنو کې د درغلیو د تورونو په حواله وویل چې په ټولټاکنو کې د درغلیو د تورونو د پلټلو لپاره ژمن دی او په خبره یې چې په واکمنۍ کې به یې مخالفې سیاسي ډلې د سیاسي غچ ښکار کېږي نه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې ښايي د دې هېواد راتلونکی صدراعظم هم شي، په خپلې دغې وینا کې د پاکستان پر اقتصادي وضعیت، په اوسنیو ټولټاکنو، په پاکستان کې د قانون د برلاسۍ، ددې هېواد د ادارو پر پیاوړتیا او د خپل حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په اړه هم خبرې وکړي.
خان پخپلې وینا د ګاونډي هېواد افغانستان و هندوستان یادونه هم وکړه، له دواړو سره یې د ښو اړیکو یادونه وکړه، د افغانستان ولس یې د نړۍ تر ټولو زیات جنګ ځپلی ولس وباله، په افغانستان کې یې سوله د پاکستان لپاره مهمه وبلله او د افغانستان د سولې په لړ کې یې د هر ډول هڅو یادونه وکړه.
نوموړي پخپلې وینا کې د امریکا یادونه هم وکړه او ویې ویل، له امریکا سره داسې اړیکي غواړو چې د دواړو هېوادونو لپاره مفیدې وي.
د یادونې وړ ده چې عمران خان د روان کال تر ټولټاکنو مخکې په ۲۰۱۳مېلادي کال کې هم په خیبر پښتونخوا کې د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ ګټلې وې او په دغه صوبه کې یې د پاکستان جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ کړی و.


د مطلب کود: 167817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167817/عمران-خان-افغانستان-امن-د-پاکستان-په-ګټه-دی

آوا
  https://www.avapress.com