دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 167843
غني: د زورواکي او غیرمسوول وسله وال کلمې نورې زموږ په قاموس کې ځای نه لري
ولسمشر محمد اشرف غني وایي د زورواکي، بدماش او غیرمسوول وسله وال کلمې نورې زموږ په قاموس کې ځای نه لري او له هر ډول زور سره به مبارزه کېږي.
نوموړی دغه څرګندونې باغدیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې له بېلا بېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، چې ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او متوازن انکشاف د افغانستان حکومت مهم اهداف دي او د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر به په ناامنه ولسوالیو کې اقدامات وشي.
هغه د بادغیس ولایت اهمیت ته په اشارې وویل، دا ولایت د افغانستان او سیمې لپاره مهمه نقطه ده.
ولسمشر غني په بادغیس ولایت کې د انکشافي پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د قیصارلامان سړک چارې به بشپړې شي او په دې کې هیڅ ځنډ راته دمنلو نه دی.
  په دغه کتنه ولسمشر غني دا هم وویل، چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به په قادس ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو چارې پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceef8zxjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته