کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ ماڼۍ: سولې خبرو مالکیت د افغان حکومت دی او نړیوال یی ملاتړ کوی

6 اسد 1397 ساعت 13:42

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د کتنو په اړه د راپورونو له تأیید وروسته افغان حکومت وايي، نړیوال همکاران يې د سولې په پروسه کې یوازې د اسانتیاوو برابرولو او ملاتړ کوونکو رول لري.




افغان حکومت وروسته په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو له لیدونو کتنو اندېښمن نه دی او ټینګار کوي چې دغه لیدنې کتنې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف تر سره کېږي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دی اړه وایی، د سولې د بهیر مشري او مالکیت افغان حکومت کوي او نړیوال همکاران يې په دې برخه کې یوازې د ملاتړو رول لري.

د تېرې اوونۍ په ورستیو ورځو کې وال سټريسټ ژورنال ورځپاڼې راپور خپور ورکړ چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې اليس وېلز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې اترې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور نه رد او نه هم تأيید کړی، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یي ویلي چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره ټولې لارې څېړي.

په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو په خاطر، هڅې تېزې شوي چې ورسره د عامو خلکو او د چارو د څېړونکو هیلې هم ډېرې شوې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ بادغېس ولایت ته د خپل سفر په مهال هم دغې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې له بل هر وخته زیات، د سولې د ټينګښت لپاره شرایط برابر شوي دي.
 


د مطلب کود: 167870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167870/ارګ-ماڼۍ-سولې-خبرو-مالکیت-د-افغان-حکومت-دی-او-نړیوال-یی-ملاتړ-کوی

آوا
  https://www.avapress.com