دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 167872
جلال آباد کې قابله ګانو یو روزنیز مرکز باندی برید شوي
د جلال ښار اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز ډله ییزه حمله شوې ده.

دا مرکز د جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ شاته دی.
د راپورونو له مخې تر حملې مخکې، درې چاودنې وشوې او وسله وال کسان د ودانۍ منځ ته ننوتلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایی چې له دغه روزنیز مرکز څخه ټولې قابله ګانې په خوندي ډول ایستل شوي او چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخې وویل چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته څلور ټپیان وروړل شوي دي.
ویل کیږی چې د پېښې ځای ته امنیتي سرتېري رسېدلي او ډېر ژر به حمله کوونکي له منځه یوسي.
تر دامهاله د حمله کوونکو شمېر معلوم نه دی او دا هم معلومه نه ده چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې څو تنه حمله کوونکي مړه او یا ژوندي پاتې دي.
تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا چې د ننګرهار د قابله ګانو په روزنیز مرکزکې څومره کسانو زده کړه کوله نه ده څرګنده خو ویل کېږي چې دختيځ زون د ټولو ولایتونو نجونې د زده کړې لپاره ورتلې.
 
https://avapress.com/vdcguu9qxak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته