دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۳۲
د مطلب کود : 167900
افغانستان کرکټ ملی لوبډله انګلستان ته لاړ
د افغانسان کرکټ بورډ وایي د هېواد کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته د تیاریو لپاره نن انګلستان ته لاړه.


د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ”راغلي د کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره د درې نړیوالو۲۰ اوریزو او درې ۵۰ اوریزو لوبو وړاندې د تمریناتي کمپ په موخه انګلستان ته ولاړه. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې لوبډله به لومړی د انګلستان په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي او له هغه وروسته به د اګست ۱۷مه ایرلنډ هېواد ته ولاړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ تېره اوونی د ایرلنډ پر وړاندې د دریو نړیوالو شل اوریزو او دریو نړیوالو یو ورځنیو سيالو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ له مخې، د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره په ۱۴ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک شامل دي.
او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.
د یادولو ده چې دغه لوبې د روان کال د اګست میاشتې له ۲۰ مې تر ۳۱ نېټې پورې ایرلنډ کې د یاد هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdciuyazut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته