دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 167912
کابل هوایی ډګر کې د پولیسو بد چلند لمن تر جنسی زورونې پوری هم ورسید
ویس احمد برمک، د داخله چارو وزیر چی کابل هوایی ډګر سرحدی پولیسو ۵۹ تنو د تبدیلی لپاره مراسمو کې وویل: وروسته ددی، د پولیس جنسی زورونې او بد چلند د مسافرانو سره د زغملو وړنه وی او دداسی خلګو سره قانونی چلند وشی.

دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی، مسافرانو سره د هوایی ډګر پولیسو بد چلند په اړه ریپورتونه خپور شوی وو.
د داخله وزیر وایی چی ددی بد چلند لمن تر جنسی زورونو پوری هم رسیږی: یو څوک ۱۸ کلن یا لوړ عمره دی او ځوانه انجلی دی، هغې دروی او وایی چی راشه ستا په پاسپورت کې مشکل شتون لری. ووایاست نه دی شوی دا کار! زه ددی کار څخه سند لرم.
ویل کیږی چی د کابل هوایی ډګر وروسته به په نورو هوایی ډګرونو کې هم بدلونونه رامنځته شی.
همزمانه ددی سره، عبدالله ستانکزی، سرحدی پولیسو ریاست قومانه هم په هوایی ډګرونو کې د اصلاحاتو رامنځته کیدو لپاره ټینګار کوی: سرحدی پولیس د افغانستان ملی پولیسو څخه دی. موږ په هوایی ډګرونو او بندرونو کې یواځی د ۴ زرو نظامی بست تشکیل سره خپل دندی سرته رسوو.
 
https://avapress.com/vdcb8zb85rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته