دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 167914
کونړ کې د داعش دوه غړي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول
په کونړ ولایت کې دوه تنه د داعش غړي له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره یوځای د عامه نظم ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د داعش تروریستي ګروپ دوه تنه غړي هر یو خالد اوعبدالله چې له دې مخکې د کنړ ولایت د چپې درې ولسوالی په چمبرک سیمه کې ورانکارې فعالیتونه ترسره کول له نیکه مرغه اوس یې حقیقت درک کړي او تېره ورځ له ۲ میله کلاشینکوفونو ۲ عدد پرتلی ۹ عدد شاژورونو ۲۷۰ فیره د کلاشینکوف مرمی ۱ پایه آیکم مخابری او ۲ کړی بمونو سره یوځای په یاده سیمه کې مېشتوعامه نظم ځواکونو ته خپل ځانونه تسلیم کړی دي .
د داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو پر خلاف پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf50foyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته