کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې ترکمنستان مات کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1397 ساعت 11:59

د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۳ـ ۰ په وړاندې د ترکمنستان د پنځلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې له ایران څخه یې ماتې منلې وه.
تر دې مخکې افغان لوبډله قرغزستان ته ۲ – ۱ ماتې ورکړې وه خو د سیالیو په لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه یې ماتې منلې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د سیالیو په لړ کې افغان لوبډله به د ازبکستان په وړاندې لوبه وکړي.


د مطلب کود: 167923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167923/د-فوټبال-افغان-لوبډلې-مرکزي-اسیا-په-سیالیو-کې-ترکمنستان-مات-کړ

آوا
  https://www.avapress.com