دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 167923
د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې ترکمنستان مات کړ
د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۳ـ ۰ په وړاندې د ترکمنستان د پنځلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې له ایران څخه یې ماتې منلې وه.
تر دې مخکې افغان لوبډله قرغزستان ته ۲ – ۱ ماتې ورکړې وه خو د سیالیو په لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه یې ماتې منلې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د سیالیو په لړ کې افغان لوبډله به د ازبکستان په وړاندې لوبه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdx50fsyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته