دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 167928
په پکتیا کې حجارۍ او نجارۍ فابریکه ډیر کسان په کار مصروف کړي
د پکتیا چارواکي وایي، څلور لسیزې وړاندې، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د جرمني هېواد په مرسته د حجارۍ او نجارۍ په جوړه شوې فابریکه کې د تعمیراتي توکو او فرنیچر د تولید ترڅنګ، د سيمې کابو درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم مساعده شوې ده.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي​ او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد​په افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن چې په ګردېز کې یې د خلکو او ولایتي چارواکو په ګډه غونډه کې ګډون کړی و، وړاندیز کړی چې هېواد یې د منډهیر غره د ځنګلونو په بیا احیا او د حجارۍ او نجارۍ فابریکې پر فعالولو اقدام وکړي.
په افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د رښتنې دوستۍ لرغوني سابقه لري او اوس هم په افغانستان او په ځانګړې توګه په پکتیا کې د رغنیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی. ​
منډهیر غر د پکتیا ولایت د هغو غرونو له جملې څخه دی چې پر ګڼو مثمرو او غیر مثمرو ونو پوښلی دی.
 
https://avapress.com/vdciryazvt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته