دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 167930
امریکا د ایران په وړاندی عربی ناټو جوړوی
د رویټرز خبري اژانس وایي د ایران د اسلامي جمهوریت د گواښونو په وړاندې د خلیج د عربي هیوادونو سره همکاري کوي چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو په څیر "عربي ناټو" جوړه کړي.

رویټرز د امریکایي مقاماتو له خولې ویلي دي چې سپینه ماڼۍ غواړي د دې هیوادونو ترمنځ د میزایلو دفاع سیستم، پوځي تمرینونو، ترهگرۍ ضد او نورو مسایلو لکه د سیمه ییزو اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې ژوره همکاري رامنځ ته شي.
دغه پلان چې د سپینې ماڼۍ مقاماتو او د منځني ختیځ کارپوهانو د سني مسلمانو متحدینو "عرب ناټو" بللې دی کیدای شي د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ نور هم زیات کړي.
د امریکایي او عربي هیوادونو د مقاماتو په وینا د ښاغلي ټرمپ حکومت د ایران د برلاسي توب په وړاندې په ارامه د یو سیاسي او امنیتي ایتلاف په لور پرمخ ځي چې په کې د خلیج شپږ عربي هیوادونه او د مصر او اردن په گډون د سیمې دوه هیوادونه شامل دي. دغه ایتلاف سپینې ماڼۍ د عربي ناټو په نوم یاد کړی دی.
منابعو د رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ اداره هیله منه ده ددې ایتلاف په هکله چې اوس د منځني ختیځ ستراتیژیک اتحاد یا "مسا" نومیږي په یوه غونډه کې چې د اکتوبر په ١٢ په واشنگټن ډي سي کې جوړیږي، بحث او خبرې وشي.
د مسا په نامه ایتلاف د ایران د سلطې، تروریزم او سخت دریځۍ پر ضد دی چې د امریکا د ملي امنیت شورا په وینا به په منځني ختیځ کې ثبات رامنځ ته کړي.
سپینې ماڼۍ تائید کړې ده چې ددې ایتلاف د مفهوم په هکله یې په څو تیرو میاشتو کې د خپلو سیمه ییزو متحدینو سره همکاري کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز دمخه ویلي وو چې جمهور رئیس ټرمپ به د ایران گواښونو ته جدي ځواب ورکړي. میرمن سندرز وویل "جمهور رئیس د ایران په وړاندې غبرگون څرگندوي او اجازه به ورنکړي چې د امریکا گواښلو ته دوام ورکړي."
د سعودي عربستان مقاماتو تیرکال هغه هیواد ته د جمهور رئیس ټرمپ د سفر په وخت د یو امنیتي پلان طرحه وړاندې کړې وه. جمهور رئیس ټرمپ په خپل دې سفر کې پر سعودي عربستان باندې د وسلو د خرڅولو خبر هم ورکړی و.
https://avapress.com/vdcbfzb8grhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته