دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 167932
د پنځلسو ولایتونو دولتي روغتونونه د نوري فایبر له لارې له مرکز سره نښلول کیږي
له لیرې نه د تکنالوژۍ په وسیله د درملنې او له نوري فایبر سره د هیواد د پنځلسو ولایاتونو د روغتونونو د نښلولو تفاهم لیک د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ترمنځ لاسلیک شو.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اترا د ادارې له رییس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په دې اړه توضیحات ورکول زیاته کړه، په لومړي پړاو کې به د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې او د سمنګان ولایت د مرکز ایبک دولتي روغتونونه د نوري فایبر په وسیله د کابل د جمهوریت له روغتون سره ونښلول شي.
دغه پروژه به په دریوکلونو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې له خوا د دریو میلیونو ډالرو په لګښت سره پلې شي.
له مرکز سره د هیواد د پنځلسو ولایتونو د روغتونونو نښلول د دریېو موخو لپاره ترسره کیږي، چې د ناروغیو سم تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنه او په ولایتونو کې د ډاکترانو د طبي پوهې د کچې لوړول دي.
د عامې روغتیا وزیر دې ته په اشارې سره چې هر کال د هېوادوالو شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالره د درملنې په موخه له هېواده بهر د نورو هېوادونو په روغتونونو کې لګیږي زیاته کړه: له لیرې د درملنې د تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل، په ولایتونو او ولسوالیو کې د درملنې د کیفیت د لوړولو تر څنګ، د سیمې له مشهورو روغتونونو سره د مرکز د روغتونونو نښلول کیدل د هېواد په دننه کې د هر ډول ناروغۍ د درملنې زمینه برابروي، تر څو ناروغان په لږه بیه او لنډ وخت کې تشخیص او درملنه يې ترسره شي.
د ملي وحدت حکومت ټولو هېوادوالو ته په هېواد کې د با کیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی.
 
https://avapress.com/vdcds50fxyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته