دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 167943
د لومړي ځل لپاره بهر ته د هرات ولایت د انګورو صادرات پیلیږي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني هرات ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ پاکستان ته د هرات ولایت د انګورو صادرات رسماً پیل کړ.

ښاغلي دراني په دې سفر کې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته ولاړ او پاکستان ته د ۷ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه انګور د صادراتو د لړۍ پرانسته وکړه. د دغو صادرېدونکو انګورو ټولیز ارزښت، ۲۳۶ میلیونه افغانۍ ده.
هرات د بڼوالۍ په برخه کې یو مهم ولایت دی، چې هرکال ۱۲۰ زره ټنه انګور تولیدوي.
د هرات ولایت د انګورو د صادراتو لړۍ د سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیز بازار موندنې برنامې «CHAMP» په همکاری د یوه خصوصي شرکت له خوا د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته تر سره کیږي.
په هغه غونډه کې، چې د هرات ولایت د ګذرې په ولسوالي کې په لاره اچول شوې وه په کې ددې ولسوالۍ مشرانو، مخکښ بزګرانو او بڼوالو شتون درلود او له هېواده بهر په ښه بیه د دوی د انګورو د صادرولو د پیل په پار خوښي وښودل.
د هرات والي محمدآصف رحیمي د هرات ولایت د انګورو صادرات د بڼوالو د عوایدو زیاتولو په برخه کې یو ښه او ستر بدلون وباله.
هغه وویل، چې بهرنیو بازارونو ته د هرات د انګورو لارموندنه کولای شي، چې په هرات ولایت کې د بڼوالۍ او انګور پالنې په برخه کې د عطف ټکی وي.
همداراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په دې هکله وویل: «اړینه خبره داده، چې انګور صادریږي، په نړیوالو بازارونو کې پېژندل کیږي او ارزښت یې لوړیږي.»
ښاغلي دراني وویل، چې د صادراتو د زیاتولو او د هغو زېربناوو د جوړولو په برخه کې، چې له صادراتو سره مرسته وکړي د لویو بنسټیزو پروژو د پلي کولو چارې پیلوو.»
هغه وویل، چې د «کمپلکس» لابراتوار فعالیت پیلیږي او هیله مو داده، چې سړه خونه یوځل بیا اعلان شي او د سړوخونو د جوړولو شرکتونه، چې دنده نیسي خپلې چارې پیل کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjedymw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته