دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 167946
ولسمشر غني له عمران خان سره ټیلیفوني خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان تحریک انصاف له مشر عمران خان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په اسلامي اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال وویل، چې ولسمشر غني ښاغلي عمران ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه.
ډاکټر زاخېلوال زیاته کړه، چې ولسمشر غني د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ښاغلي عمران خان د څرګندونو هرکلی وکړ.
په همدې حال کې د تحریک انصاف ګوند دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني ښاغلي عمران خان ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي عمران خان دپنجشنبې پهورځ وویل چې د تحریک انصاف ګوند تر مشری لاندې حکومت به یې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.
عمران خان وویل، چې د ترهګرو په ضد او د جهاد په وخت کې یې جګړه تر نورو ډېر افغانان کړولي او دی غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي محدودیتونه لېرې کړي څو د دواړو هېوادونو خلک وکولی شي د اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.
د تحریک انصاف ګوند مشر دا هم وویل چې د پاکستان ثبات د افغانسان له سولې سره تړلی دی او له همدې امله پاکستان په افغانستان کې امنیت او ثبات غواړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5yazqt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته