دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 167987
بامیان کهمرد ولسوالی باندی د طالبانو برید؛ ۱۱ غیری نظامیان تښتول شوي
د بامیان ولایت امنیتی مسؤولن وایی چی طالبان د شنبه په شپه دد یولایت کهمرد ولسوالی په مربوطه سیمو کې، تهاجمی بریدونه ترسره کړی او ۱۱ ملکی کسان یی د ځان سره وړي.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حمیدالله خدایی؛ د بامیان ولایت پولیسو قوماندان وایی: شنبه په شپه طالبانو ددی ولسوالی سرګلی سیمه باندی برید کړی او ددی سیمی ۱۱ تنه د ځان سره وړي.
هغه وویل چی طالبانو ددی ۱۱ تنو څخه یو تن وژلی او ۱۰ تنه نور سمنګان سیمی ته لیږدولی دی.
ښاغلی خدایی زیاته کړه چی طالبان په لومړیو کې د خلګو مسکونی کورونو باندی برید کړي او د خلګو کورونو په تلاش سره قیمتی اموال، زیورالات، دوه مازدا موټرونه او څلور موتر سایکله د ځان سره وړي.
خدایی زیاته کړه چی طالبان د سرګلی کلی باندی برید وروسته د اشپشته پر پوستو باندی خپل بریدونه شروع کړي چی د څلورو ساعتونو نښتو وروسته د هغوی برید په شا وټمبول شو.
د هغه په وینا د طالبانو په دی برید کې امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او طالبانو یو غړۍ ټپی شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdj50f5yt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته