دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 167990
عمران خان کابل ته سفر کوی
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پارلماني ټاکنو د اکثریت ګټونکي عمران خان ویلي چې د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته سفر کوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په ټیلیفون خبرې کړي او د همکاریو د ښه والي ټينګار یې کړی دی.
په دی اړه ښاغلی مرتضوی ولسمشر مرستیال ویاند وویل:
"جمهور رییس له ښاغلي عمران خان سره په ټیلیفون خبرې وکړې. د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې یې د بریا مبارکي ورکړه. جمهور رییس وویل چې زموږ تمرکز باید په تېر نه وي بلکې باید راتلونکې ته وګورو چې وکولای شو د یوه لیدلوري په اساس په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د همکاریو ښه بنسټ کیږدو. ښاغلي عمران خان لیوالتیا وښوده چې کابل ته تشریف راوړي او ولسمشر هم بلنه ورکړه چې کابل ته تشریف راوړي."

د مرتضوي په خبره د یکشنبې په ورځ په دې ټيلیفوني خبرو کې عمران خان هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په ټولو برخو کې د لوړې کچې همکاري رامنځته کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په خپله فیسبوک پاڼه د ولسمشر اشرف غني او عمران خان د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې عمران خان به د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته لاړ شي.
عمران خان په ټاکنو کې د اکثریت تر ګټلو وروسته په خپل بیان کې افغانان د نړۍ په مخ تر ټولو ځوریدلی ولس وباله.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد د جولای پنځه ویشتمې پارلماني ټاکنې اکثریت ګټلی او اوس د حکومت د جوړولو په خاطر ازاد کاندیدان او واړه ګوندونه خپلوي.
عمران خان ویلي چې د اګست له څوارلسمې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ به وي خپل حکومت جوړوي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستلو ژمنې داسې وخت دواړه لوري یو بل ته ورکوي چې په پاکستان د امریکا له خوا فشارونه زیات دي چې د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې رښتیني همکاري وکړي.
وروستی وار تېره اوونۍ د امریکا د مرکزي قوماندې قومندان جنرال جوزف ووتل کابل ته په سفر کې په پاکستان غږ وکړ چې د خپلو کړیو ژمنو عملي کولو ته ودانګي.

 
https://avapress.com/vdchwqnzv23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته