دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 167992
ولایتی شورا غړي: داعشیان ننګرهار په قصابۍ بدل کړي
د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیت او د دغې ډلې له لوري د خلکو په منځ کې د رامنځته شوي وحشت په اړه اندېښنه لري.

وروسته له هغې چې د زابل د ولایتي شورا رئیس په نوموړي ولایت کې د داعش جنګیالیو د پراخو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، اوس د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم وايي چې د نوموي ولایت خلک د داعش تر سختو فشارونو لاندې دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي سهراب قادري په دی اړه وایی چې محصلین پوهنتونونو ته له ورتګه پاتې دي او د داعش یا اسلامي دولت د جنګیالیو له وېرې د دغه ولایت د چارواکو کورونه په دولتي ادارو بدل شوي او په کې رسمي کارونه کوي.
نوموړی وایي:
"داعش چې هر څه وغواړي، کولای يې شي، ننګرهار په قصابۍ بدل شوی، هره ورځ انفجار او انتحار، محصلین پوهنتون ته نه شي تللی، دولتي مامورین د امنیت احساس نه شي کولای او یو شمېر رئیسان په خپلو کورونو کې د مراجعینو عریضې امضا کوي او خپلو دفترونو ته نه شي تللی."
د ده په خبره، په جلال اباد ښار کې داعش ډله د خپل ځان په ګټه تبلیغات کوي او د هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ په بشپړ ډول د دې ډلې په واک کې دي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات که څه هم په دې ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ ګڼي، خو وايي چې دولتي مامورین په عادي شکل خپل کارونه کوي.
د ده په خبره، په هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې داعش مرکزونه له منځه وړل شوي او په تېره یوه اوونۍ کې د دې ډلې ۲۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱۷ نور يې ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي وویل:
"په دې کې شک نشته چې د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د داعش فعالیتونه زیات دي او تر یوې اندازې د اندېښنې وړ دي، خو ښوونځي اوس مهال د اوړي رخصتۍ کوي او د امنیتي ستونزو له امله نه دي تړل شوي او دولتي مارمورین په عادي ډول خپلو دندو ته ځي."
د داعش د فعالیتونو په اړه په ننګرهار کې دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان ویلي چې په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونه روان دي او حکومت یې د له منځه وړلو لپاره جدي نه دی.
 
https://avapress.com/vdcjhaev8uqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته