دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 167994
کندز کې وسله والو طالبانو باندی خپل ماین چاودنه کړي
د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په کندز ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې او پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پیښه د دشت ارچي ولسوالی اړوند په پل مومن کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې وسله وال مخالفین ټپیان هم شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې موده رانغاړي، ښیي چې د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ډیر – ۱۶۹۲ تنه مړه – مکلیان وژل شوي، چې دغه شمیره د تیرو لسو کلونو په پرتله له کومه چې د ملکیانو مرګ ژوبله ثبتیږي، ډیره ده.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل پاتې شوی.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان(  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 
https://avapress.com/vdcb9zb8arhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته