د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې نیول شوی کس پهلوان نومیږی او پرون د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
خبرپانه زیاتوي ”د پهلوان په نوم کس چې د عظیم الله ساتوونکی دی او په کوچني ماشوم ې جنسي تېری کړی وو ،تېره ورځ د پولیسو له لورې نیول شوی او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. “
د ولایت مقام په وینا، یاد کس د زیانمنې کورنۍ له لورې هم پېژندل شوی او تر نیول کېدو وروسته ورته ښودل شوی هم دی .
ننګرهار یو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي خو د راپورونو له مخې په وروستیو کلنو کې په ننګرهار ولایت کې په ناامنیو کې د ډیروالی ترڅنګ د ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي په پیښو زیاتوالی راغلی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)