دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 168014
بریتانیا په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلیو سره د مرستې اعلام وکړ
په کابل کې د بریتانیا سفارت د څرګندونو له مخې؛ دغه هېواد له یو اعشاریه څلورمیلیون افغانانو سره، چې وچکالۍ ځپلي دي لس میلیون پونډه بېړنۍ مرسته کوي.
د بریتانیا د نړیوالې پراختیا ادارې وزیرې میرمن پیني موردانت اعلام کړه، چې د بریتانیا په دغو مرستو کې یو لړ خوراکي توکي هم شته، چې یو اعشاریه څلور میلیون وچکالۍ ځپلیو افغانانو ته ترسره کیږي.
بریتانیل لومړنی هېواد دی، چې په دې اړه یې د ملګروملتونو له غوښتنې ملاتړ وکړ
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfycdyjw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته