دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 168025
مالیی وزارت سره ۳۵۰ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو
د ماليې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم جوهدري، نن د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د نړیوال بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اصلاحات داسې طرحه او پلان شوي، چې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنچاره او څرنګوالي کې د دولت له خوا ښه والی راشي او اغېزمنتوب لوړ شي، څو په پایله کې د دغو خدمتونو په وړاندي کولو کې ښه والی رامنځته او عواید لوړ شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وړیا مرستې د نوې کڅوړې هدف د کار او سوداګرۍ، د برېښنا سکتور او د ځمکې مدیریت چاپېریال کې له اصلاحاتو ملاتړ دی، چې بالاخره د اقتصادي ودې لوړېدو، د کارونو رامنځته کېدو او په افغانانو کې د بېوزلۍ کمېدو لامل کېږي.
د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې، په وړیا مالي مرستو کې ۳۰۰  ميليونه ډالره وړیا مرسته د ملي بوديجې د هڅونې پروګرام د ملاتړ لپاره، (د پرمختيايي پاليسۍ وړیا مرسته) له دې څخه ٩٠ ميليونه ډالره يې د نړيوال پرمختيايي ادارې، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د مالي سرچينو څانګه، او ٢١٠ ميليونه ډالره د افغانستان د بيارغونې له صندوق څخه چې د نړيوال بانک لخوا د ٣٤ تمويلوونکو په استازيتوب مديريت کېږي، ورکړل شوي دي.
د دغه پروګرام موخه د لوی اقتصاد لپاره د پایښت لرونکي چاپېریال او شرایطو خوندي کولو، د خصوصي سکتور له پانګونې د ملاتړ په موخه د جامع او اساسي اصلاحاتو د پالیسۍ تطبیق او تدوین، اقتصادي ودې، د بی وزلۍ کمولو او د عامه مالي مدیریت ښه والي په برخو کې د دولت د هڅو د دوام ملاتړ په خاطر د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرول دي.
د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د عامه او خصوصي سکټور او د عامه پانګونې لپاره د مشورې ورکولو پروژې د ملاتړ په موخه د ٥٠ ميليونه ډالرو وړیا مرسته. له دې څخه موخه د عامه او خصوصي سکټور د پروژو د طرحې او ډيزاین لپاره د مالي سرچينو تامين دى. له دې وړیا مرستې څخه يې ٢٠ ميليونه ډالره د نړيوال بانک د نړيوال پرمختيا ګروپ ادارې او ٣٠ ميليونه ډالر يې د افغانستان د بيارغونې صندوق له خوا ورکړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchi6nzm23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته