کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې یوه ۷ کلنه ناوې وژل کیدنه

8 اسد 1397 ساعت 16:57

د افغانستان په شمال لویدیځ کې د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یوه سړي خپله ناوې وژلې ده.



د باغدیس ولایت د امنیې قوماندانی ویاند نقیب الله امیني وایي وژل شوې نجلی ۷ کاله عمر درلود.
نوموړی زیاته کړه، چې  دغه پېښه پرون مازدیګر د قادس ولسوالی اړوند په جوز آقا سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي امیني د پیښې په تړاو پلټنې روانې دي او د وژل شوې نجلی پلار هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
په همدې کې یوه امنیتي سرچینه وایي وژل شوې نجلی ۹ کاله عمر درلود.
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوې نجلی پلار دوه کاله مخکې د خپلې ۷ کلنې لور کوژده د یو میلیون افغانیو په بدل کې کړې وه.
بادغیس یو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي خو د راپورونو له مخې په وروستیو کلنو کې په بادغیس ولایت کې د ناامنیو ترڅنګ د ښځو سره د تاوتریخوالي په پیښو هم زیاتوالی راغلی دی.
تر دې مخکې، په مرکز دایکندي ولایت کې سیمه ییز چارواکو ویلي و چې ه ۱۴ کلنه نجلی د یو شمېر کسانو له خوا په دار ځړول شوی.
د دایکندي والي ویاند علي اکبر ناطقي وایي پیښه د سنګ و بندر ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ۱۴ کلنه نجلی د نامعلومو دلایلو له امله د یو شمېر کسانو له خوا تر وهلو ټکلو وروسته په یوه ونه کې په ځړول شوی.
هغه زیاته کړه، چې دپیښې په تړاو یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د نجلی د قتل په تړاو پلټنې روانې دي.
 


د مطلب کود: 168027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168027/په-بادغیس-کې-یوه-۷-کلنه-ناوې-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com