دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 168035
په هلمند کي د نوي جوړ شوي ائتلاف پر ضد لاريون وشو
په هلمند کي د نوي جوړ شوي ائتلاف پر ضد لاريونکوونکيو څرګنده کړې؛ د هېواد په اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د نظام پر وړاندې ائتلافونه خنډونه جوړوي، په کې راټولې څېرې او سياسي حزبونه نا کام بولي،خو د ولسمشر له وروستيو کړنو ملاتړ څرګندوي.
د دې ولايت مدني فعالانو او اوسيدونکیو د تېري اوونۍ د ملي ائتلاف د جوړيدو په غبرګون کې د دوشنبې پر ورځ( د زمري ۸) يو لارين تر سره کړ او د ولسمشر له وروستيو پرمختګونو یې ملاتړ  وکړ.
لاریونکوونکي له خلکو غواړي، چي پر دغو تجربه شويو څېرو نور باور ونکړي؛ ځکه دې خلکو په تېرو ٤٠ کلونو کي د افغانستان په هره جګړه کې نه یوازې لاس درلود، بلکې کرکه، چنګ او وحشت ته یې هم لمن وهلې ده.
نظرمحمد رودي مدني فعال وایي؛ مونږ د موجوده نظام بدیل نلرو او هر ائتلاف یې، چې پر ضد جوړیږي هغه به پر شخصي ګټو ولاړ وي.  
قومي مشر محمد نظير پر ولسي قضاوت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې آیا په دې ائتلاف کې راټولو څېرو د دوی اوښکې ورپاکې کړي او که د دې ولسونو وینې یې تویې کړې؟!
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا خلک نه یوازې هلمندیان پېژني، بلکې د ټول افغانستان خلک یې له څېرو سره بلد دي.    
قومي مشر احمد شاه هم د دغه ائتلاف څېرې د ډاډ وړ نه بولي او وایي؛ هر څوک، چې د دغه نظام خلاف وي مونږ یې پر وړاندې دریږو.
مدني فعال عبدالحق ځواکمن وایي؛ ولسمشر د دوی ګټې زیانمنې کړي او غواړي ځان او خپلې ګټې وژغوري.
دغو لاريون کوونکیو وويل، چي دا ډول ائتلافونه يوازي د ځان په ګټه کار کوي او نه غواړي په هېواد کي پر مختګ راشي.
مدني فعال صديق الله پتمن د یو پرېکړه لیک د لوستو تر څنګ د دغه راز حرکت په وړاندې د دریدو ټینګار څرګند کړ او وایي: مونږ د هلمند ولسونه د ولسمشر اشرف غني ملاتړ کوو، هلمندیان د د ولسمشر پر ضد جوړ شوی ائتلاف نه مني او د هلمند خلک د جنګي جنایتکارانو، مفسدانو او ظالمانو محاکمه غواړي.
دوى دغه راز له ولسمشر څخه وغوښتل، چي په هېواد کي دې زورواکي ختمه کړي، چې قانون پلی شي او دوى به يې په دې برخه کي ملاتړ وکړي.
هلمند، چي يو جګړه ځپلى ولايت دى؛ هر وخت يې اوسيدونکیو د بې عدالتيو او نامنظمو کړيو د شتون پر وړاندي غږ اوچت کړى دى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipvazwt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته