دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 168065
د جنرال دوستم دفتر د حکومت د مشرانو ترمنځ د ناستې جزئیات خپاره کړي
د ولسمشر لومړی مرستیال جنزال عبدالرشید دوستم دفتر د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د پروني ناستې جزئیات خپاره کړي.
د جنرال دفتر دوستم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حکومت مشرانو تېره ورځ د ټاکنې، سولې بهیر، د افغانستان لوی ملي ائتلاف او د قومندان نظام الدین قیصاري قضیې په اړه بحث او خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې ګډونوالو د ټاکنو د پر وخت ترسره کېدو ټینګار وکړ او د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو پر چټکیا هم بحث او خبرې وشوې.
د ولسمشر لومړی مرستیال دفتر له مخې، د حکومت مشرانو د افغانستان لوی ملي ائتلاف په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې جنرال دوستم په حواله راغلي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د نظام د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې ده او دغه ائتلاف به د اصلاحاتو د رواستلو لپاره کار وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې د نظام الدین قیصاري د قضیې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او د ولسمشر لومړی مرستیال تینګار وکړ چې قوماندان قیصاري او د هغه بندي شوي ملګري باید خوشي شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0wb8srhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته