دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 168073
په کابل کې د سرطانی ناروغیو تشخیص، تداوی او څیړنې مرکز رامنځته کیږی
افغانستان عامه روغتیا وزارت د امریکایی ګلوبل مدیکل پارتنرز ( نړیوال طبی شرکا ) صحی نهادونو سره د سرطانی ناروغیو تشخیص، تداوی او څیړنې مرکز رامنځته کولو لپاره تفاهم لیک امضا کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ددی تفاهم نامه په اساس، ۶۰ سلنه سرطانی ناروغان شعاعی تداوی کیږی او ۴۰ سلنه نور یی د جراحی، کیمیاوی او بیولوژیکی عملیاتونو په واسطه درمان کیږی.
دا مرکز به د تشخیص او تداوی په پرمختللو ماشنینو سره مجهز وی.
دا ماشینونه دوه کاله مخکې نړیوال طبی نظام ته وارد شوی او توسعه یافته هیوادونه ورڅخه ګټه پورته کړي، خو توسعه نه یافته هیوادونه تراوسه هم ورته پوره لاسرسی نه لری.
دا لومړۍ ځل دی چی داسی یو طبی مرکز په افغانستان کې اساس یی ایښول کیږی!
دا پروژه نږدی پنځه میلیون دالره لګښت لری او تر یو بل کال پوری به ګټه اخیستنې ته وړاندی شی.
د عامه روغتیا وزارت هیله مند دی چی دا مرکز کولای شی په کال کې ۳۰۰۰ سرطانی مریضان نورو هیوادونو ته د تللو څخه وګرځوی.
دا مرکز د جمهوری روغتون په محوطه کې جوړیږی.
 
https://avapress.com/vdca0an6e49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته